ولی پاسدار
ناروی/ جون 2019
په رنځونوکی دی ډوب یم شپه او ورځ یم بیقراره
هوسونه را نه ورک شول یم بیحاله ای هیواده
ما په چغو چغو ډیر ژړلیدینه ستا د پاره
درنه ځارشم تا ځمانه ډیر ژړلی ای هیواده
ته خوږمن یی ته دردمن یی پرهارونه دی تازه دی
ږدم د هر پرهار د پاره مرهمونه ای هیواده
دنیاوال درته راغلی په پلمه د دیموکراسی کی
خو مطلب یی ستا د زیر مو لوټول دی ای هیواده
په دوستی او په خنداکی دچارواکو سره ګرم دی
دی ګرمۍ کی دوی په لومه کی نیولی ای هیواده
دا منمه چه دګوتو په ښمیر څو تنه مریان دی
خو دا لوی وطن دټولو انډیوال دی ای هیواده
که انګریز وه که روسان وه څوځل تیر ښوه پدی لاره
اوس نوبت د میراث خوار د استعمار دی ای هیواده
د پانګوالی په منګلوکی ګیر شوی یاست ای خلکو
د دی توری دربیلی نه ځان ایستل دی ای هیواده
پيړۍ تیری شوی زمونږ خلک لابیده دی
دی خوب وړوته پکار د ویښول دی ای هیواده
پاڅۍ پاڅۍ وطنپالو سرښندوی دخپل هیواد ښۍ
هم په عقل هم په توره ښه لیواله ای هیواده
که په توره او په وینو مطلب نه اخستیل کیږی
خو په عقل ځان ویستل دی په دي لاره ای هیواده
پاسداری زمونږمطلب دی هیوادوالوجګ او ویښ شۍ
درانده خوب نه زمونږ ډنډه ویښول دی ای هیواده